د بدخشان لسو ولسوالیو کې سیلابونو سلګونه کورونه ویجاړ کړي
په بدخشان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې دغو سیلابونو چې په لسو ولسوالیو کې راوتلي، په سلګونو کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
د ښاغلي نظري په وینا دغو سیلابونو چې له دوو ورځو راهیسې بهیږي، تر ټولو ډېره ویجاړي په جرم ولسوالۍ کې پېښه کړې ده.
د چارواکو په وینا دغو سیلابونو دغه راز له تېرې ورځې راهیسې د بدخشان ـ کابل لویه لاره هم بنده کړې او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
پر بدخشان سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم وروستیو سیلابونو خلکو ته زیانونو رسولي دي.