قزاقستان کې بهرنیو اتباعو ته د کرنیزو ځمکو د پلور او کرایې ورکولو مخنیوی
دغه قانون په قزاقستان کې بهرنیو اتباعو ته د کرنیزو ځمکو د پلور او کرایې ورکولو مخه نیسي.
قزاقستان په منځنۍ اسیا کې د تېلو له اړخه بډای هېواد دی.
توکایف په فبرورۍ میاشت کې د پنځه کلن قانوني مهلت په نامه یوه لایحه بهرني اتباعو ته وړاندې کړې وه.
هغه وروسته له دې دا اقدام وکړ چې زرګونه کسانو په قزاقستان کې په بېساري لاریونونو سره د کرنې په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په تړاو د حکومت د ۲۰۱۶ کال پر طرحې سخت انتقاد کړی وو.