په فراه کې سیمه يیزه ښځینه چارواکې'کبرا فایزه' ووژل شوه
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې کبرا فایزه په فراه کې د ماشومانو د تربیت او اصلاح حقوقي مدیره وه چې د امنیتي مسوولینو له همغږۍ پرته د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمې ته په خپل سر تللې وه.
ښاغلي حضرتي وویل، د دغې مېرمنې مړی نن پنجشنبه سهار د فراه د مرکز اړوند په کوکشیب سیمه کې وموندل شو.
نوموړي دا کار د طالبانو وباله، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.