په کندهار کې د صادراتي محصولاتو ملي مرکز پرانېستل شو
د دې وزارت ویاند رفع تابع نن سې شنبه (د غبرګولي په ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز په پرانېستلو سره به ټول سوداګریز توکي چې له هېواده بهر صادرېږي او دغه شان د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د توکو پړاوونه ترسره کول تر یوه چتر لاندې ترسره شي.
د ښاغلي تابع په خبره، د دې ترڅنګ به له دې مرکزه د ګټې اخېستنې په صورت کې سوداګرو ته ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې او د بیروکراسۍ کچه به تر ډېره بریده راښکته شي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت په پام کې لري، څو د صادروونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو سیستم د هېواد په سترو زونونو کې جوړ کړي چې پرانېسته یې د کندهار له ولایته پیل شوه.