د فورچون مجلې فوزیه کوفي د نړۍ ۵۰ سترو رهبرانو په نوملړ کې راوسته
فوزیه کوفي وایي، یادې مجلې په افغانستان کې د اړیکو او د نوموړې په اړه له څېړنو وروسته د دې نوم په دې نوملړ کې شامل کړی دی.
مېرمن کوفي وویل، دا مهال افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، خو په سیاسي برخه کې ښځو ته د هغوی معنی ورکوونکې ونډه نهورکول دي.
له فوزیه کوفي سره د ازادي راډیو خبریالې مرکه کړې او په سر کې د فورچون مجلې او د نړۍ په ۵۰ سترو رهبرانو کې د نوموړې د شاملېدو په اړه پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: