۴،۴ ریښتر درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول
د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز د بلخ ولایت مزار شریف ښار ته نږدې خُلم بللی دی.
تر دې وړاندې د اکثرو زلزلو مرکز د بدخشان اشکاشم ښودل شوی.
تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نهدي خپاره شوي.