حشمت الله شهیدي: هڅه کوم راسپارل شوی مسوولیت په سمه ادا کړم
ښاغلي شهیدي پر خپله فیسبوک پاڼه د کرکټ بورډ دغه پرېکړې د هرکلي ترڅنګ د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ستاینه هم کړې ده.
حشمت الله شهیدي دوه ورځې وړاندې د کرکټ بورډ له لوري په پنځه ورځنیو او یوه ورځنۍ سیالیو کې د افغان لوبډلې مشر وټاکل شو.
کرکټ بورډ دغه شان رحمت شاه په دې دوه فارمټونو کې مرستیال لوبډلمشر ټاکلی دی.
کرکټ بورډ ویلي چې د نړیوالو ۲۰ اوورېزو لوبو لپاره هم ژر یو کپټان ټاکي چې راشد خان به ورسره مرستیال وي.
حشمت الله شاهدي له ۲۰۱۳ نه را په دېخوا د افغانستان لپاره په ۴۱ یو ورځنیو سیالیو کې ۱۱۵۴ منډې کړې دي.
نوموړی په دغومره سیالیو کې سلېزه نه ده وهلې، په یوه لوبه کې يې تر ټولو زیاتې ۹۷ ناسوځېدلې منډي کړي او لس پنځوسیزې يې وهلي دي.
نوموړي دا شان په پنځه ټېسټ یا پنځه ورځنیو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ۳۵۳ منډې کړي دي.