د بشري حقونو کمېسیون: تېره میاشت۲۸۰ افغان ملکیان وژل شوي
د دغه کمېسیون د نشراتو رييس ذبیح الله فرهنګ وايي، په وژل شوېو کسانو کې لسګونه ماشومان هم شامل دي.
فرهنګ زیاته کړه: "په وژل شوېو کې یوسلو نهه ماشومان دي، خو زموږ باور دا دی چې د وژل شوېو ماشومانو شمېر به تردې ډېر وي. ۶۳۴ نور ملکیان ژوبل شوي دي. نو د دایمي اوربند اعلان به د افغانانو د زړه غوښتنه وي."
ښاغلي فرهنګ ونه ویل چې ډېر ملکیان د افغانستان په کومه سیمه وژل شوي دي؟