له ۳ میاشتو وروسته اریانا شرکت خپله الوتکه له روسیې راستنه کړه
اریانا افغان هوایي شرکت خپله یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د دوی په وینا، د ګمرکي ستونزه له امله روسیې ستنه کړې وه، نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) یې بېرته کابل ته راستنه کړه.
د دغه شرکت د سوداګریز برخې سرپرست مرستیال محمد عمر فراست د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روسیې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د دوی اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه له دې امله چې ګوندې محاسبوي اسناد یې پر وخت دوی ته نه دي ورکړي، په هغه هېواد کې ستنه کړې وه.
نوموړي وویل: "د دې تور پر بنسټ چې زموږ الوتکه درول شوې وه چې ګوندې تاسو د دې طیارې محاسبوي اسناد پر وخت نه دي سپارلي چې وروسته د اسنادو او راپورونو له مخې دا موضوع محکمې ته لاړه او له څېړنو او اسنادو پر بنسټ د روسیې د هوایي ډګر د ګمرک برخې او ځینو مسولینو وظیفوي غفلت ثابت شو، نو اریانا شرکت په دې برخه کې په هېڅ ډول پړه نه وه او برائت یې تر لاسه کړ."
ښاغلی فراست وایي، که څه هم د روسیې محکمې د دغه هېواد د هوایي ډګر او ګمرکونو مسوولینو ته له محکمې وروسته د استېناف غوښتنې لپاره لس ورځې وخت ورکړی و خو په خبره یې غوښتنه یې ونه شوه.
د اریانا افغان هوایي شرکت د دغه چارواکي په خبره، په دې موده کې چې د دوی الوتکه په روسیه کې درول شوې وه، دغه شرکت ته لوی مالي زیان ور اوښتی چې په دې اړه به هم دوی، ژر په محکمه ک دعوا پرانیزي.
روسي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د اریانا افغان هوایي شرکت دغې مسافر وړونکې الوتکې نن د کابل په حامد کرزي هوایي ډګر کې ناسته وکړه.
اریانا افغان هوایي شرکت د افغانستان یوازینی هوايي دولتي شرکت دی چې له اوږدو کلونو راپه دېخوا په دغه هېواد کې فعالیت کوي او په ورځني ډول بېلابېلې بهرنۍ او کورنۍ الوتنې لري.