د پکتیا ځدراڼ مېشته اوسیدونکي: لاهم د ژوند له اساسي اړتیاوو بې برخې یو
د پکتیا د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو خلک د افغان حکومت غواړي چې د یادو سیمو بیارغونې او د خلکو د ستونزو حلولو ته پاملرنه وکړي.
دوی په شواک، ګرده څېړۍ او وزې ولسوالیو کې د خلکو او ځوانانو بې کاري، د څښاک د پاکو اوبو کمښت، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د اسانتیاوو نشتون، د دوی له اساسي ستونزو څخه بولي.
د وزي ځدارنو ولسوالۍ اوسیدونکي قادرګل ازادي راډیو ته وویل، د دې سیمو خلک تراوسه هم د ژوند له هغو اساسي اړتیاوو بې برخې پاتې شوي دي: "دلته خلک د اوبو په رابطه ستونزه لري، د ښوونې روزنې په اړه ستونزه شته، د عامې روغتیا د خدمتونو په اړه ستونزې لرو، د کرنې په رابطه ستونزې لرو، د غرونو په ځانګړي ډول د ځڼغوځیو د ونو ساتنه باید وشي، ځکه یوه قیمت بها ونه ده، طبعاً په هره برخه کې یو قوم ستونزې او نیمګړتیاوې لري. "
د ځدراڼ مېشتو سیمو یو بل اوسیدونکی صدراعظم وايي، د دوی سیمې امن دي او خلک يې حکومت سره په هره برخه کې مرسته کوي، خو حکومت د دوی د خلکو د ستونزو هواري ته پاملرنه، نه ده کړې.
نوموړی زیاتوي، د غرونو په لمنو کې يې پټي د سیلابونو له ګواښ سره مخامخ دي، له دې ځایه برق غځېدلی، خو دوی ته چا برېښنا نه ده ورکړې، نه ورته استنادي دیوالونه جوړ شوي او نه هم دوی ته د اوبو بندونه تړل شوي دي.
د یادې سیمې یو بل اوسیدونکی عبدالله بیا په دې ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې ستونزې یادوي او له اړوندو چارواکو غواړي چې دې برخې ته دې هم پاملرنه وکړي.
دی وايي، دې ځای ته زده کوونکي له لېرې-لېرې ځایونو راځي، په موټرو او پښو مزلونه کوي، ځکه د هغوی په سیمو کې ښوونځي نشته.
عبدالله غوښتنه وکړه چې حکومت دې په بېلابېلو ځایونو کې ورته ښوونځي جوړ کړي، مسلکي ښوونکي دې ورته وګماري، کتابونه او نور ښوونیز توکي دې ورولیږي.
بل لوري ته د پکتیا چارواکي د ځدراڼ مېشتو ولسوالیو د اوسیدونکو یادې ستونزې پرځای بولي او زیاتوي چې حکومت ژمن دی، څو خلکو ته لازم خدمتونه وړاندې کړي.
نن د شنبې(د غبرګولي ۱۵مه) په ورځ د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وویل، په ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې اساسي ستونزې د ځینو قومي خلکو له لوري د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه دي.
ښاغلي فدايي زیاته کړه: "موږ په ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې درې داسې پروژې لرو چې عملاً منظور دي، قرارداد يې شوی، پروژې شته ولې متاسفانه د شخصي غوښتنو له وجې يې ممانعت کېږي، که د انکشافي پروژو پر وړاندې بپه قومونو کې ځینې کړۍ خنډونه جوړ نه کړي، زه پوره ډاډمن یم چې نه یوازې ځدراڼ مېشتي بلکې په ټوله پکتیا کې به موږه خدمات چټک کړو. "
د پکتیا ولایت شواک، ګرده څېړۍ او وزې ولسوالۍ چې د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې پرتې دي او خلک يې د غرونو په ډډو او درو کې اوسېږي، د ژوند له ډيریو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي دي.