بڼوالۍ کې د مېرمنو ونډه؛ د فراه له کروندګرې نورزۍ سره اشنا شئ
په فراه ولایت کې ډېری کسان په کرنه او باغداري کې بوخت دي، خو معمولاً نارینه دا کار کوي.
څه موده کېږي چې یو شمېر مېرمنو هم باغدارۍ او کرنې ته مخه کړې ده. دوی له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي وده کې مرسته کوي.
رسمي شمېرې ښيې چې دا مهال په فراه کې د ۲۰۰ څخه ډېرې مېرمنې په کرنه کې بوختې دي چې شمېر مخ په ډیرېدو هم دی.
په دې ویډیويي راپور کې تاسو له یوې کروندګرې فرزانې نورزۍ سره اشنا کوو.