ژان ارنو: د افغانستان کشاله د ډله ییز اقدام په مرسته د حل وړ ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ژان ارنو، ایران ته په خپل سفر کې ویلي، د افغانستان کشاله د ډله ییز اقدام په مرسته د حل وړ ده.
راپورونه وايي، ارنو پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره یې وکتل.
د ایران دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دغه راز ویلي چې د هڅو تمرکز یې د افغانستان د روانې لانجې د حل لپاره د ډله ییزو همکاریو خپلول دي.
په راپور کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې د هڅو ملاتړ کړی دی.
بل خوا اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران، په افغانستان او عراق کې د امریکا پوځي حضور د ځان لپاره ګواښ بولي او تل یې له دغو هېوادونو د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړیو پیل شوي او د سېپټمبر تر ۱۱مې دوام کوي.