د بلې دورې لپاره له ګوتیریش څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ
![د بلې دورې لپاره له ګوتیریش څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ](https://gdb.rferl.org/b80e3793-df5c-4d64-8fa7-958b32e6c692_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه نړیوال سازمان د مشرۍ د بلې دورې لپاره د انتونیو ګوتیریش د پاتې کېدو ملاتړ وکړ.
دې شورا عمومي اسمبلۍ ته چې ۱۹۳ هېوادونه یې غړي دي، سپارښتنه وکړه چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د پنځو کلونو لپاره خپل ماموریت نوی کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ایستونیا سفیر سوین یرګنسن (Sven Jurgenson) چې روانه میاشت د امنیت شورا مشري کوي، ویلي عمومي اسمبلۍ به احتمالاً د جون پر ۱۸مه دغه ګمارنه تصویب کړي.
ګوتیریش چې پخوا یې د پرتګال د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره کړې، د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د پخواني سرمنشي بانکي مون پر ځای د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه وټاکل شو.