جو بایډن اروپا ته خپل سفر روسیې ته په خبرداري پیل کړ
ښاغلي بایډڼ پرون د بریتانیا په یوه هوايي اډه کې د امریکا هوايي پرسونل ته وویل، د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره به په دوه اړخیزه غونډه کې هغه ته څرګند پیغام ورکړي او هغه دا چې له روسیې سره د کړکیچ په هڅه کې نهدی او له دې هېواد سره د باثباته او وړاندوینې وړ اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړه، دا یې روښانه کړې چې که د روسیې حکومت په زیان اړوونکو کړنو کې ښکیل شي، متحده ایالات به کلک او معنی لرونکی ځواب ورکړي.
ټاکل شوې چې بایډن او پوتین به راتلونکې اوونۍ مخامخ خبرې وکړي.
جو بایډن اروپا ته د خپل اته ورځني سفر په پیل کې روښانه کړه چې هدفیې له اروپايي متحدانو سره د امریکا د اړیکو پیاوړي کول دي څو له ډیموکراسۍ دفاع وشي.