د غزني چارواکي: د 'شهباز خان' سیمه کې ۲۴ طالبان وژل شوي
د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي دي چې نن سهار وختي څلور بجې وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند په شهباز خان سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه بېز له څلورو لورو برید ورکړ چې د افغان ځواکونو له هوايي او ځمکني مقاومت سره مخ شول.
ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه: "د برید په ترڅ کې ۲۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، د هغوی دوه موټران، یو شمېر موټر سایکل، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي."
د جمعه زاده په خبره، په دغه برید کې افغان هوايي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.