ګل مینه وايي، پر نجونو غږ غیرانساني کار دی
دې دود ته د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې 'اړه' ویل کېږي.
د ګل مینې کورنۍ نهه کاله پر هغه کور چې دا یې (اړه) کړې وه، جرګې مرکې وکړې او عدالت ته هم ولاړه خو څه ګټه یې ونه کړه. له دغې پېښې وروسته یې له خپل کلي کډه وکړه او کوټې ته ولاړل او اخر د ډېرو هڅو وروسته يې ځان له دغه غږه خلاص کړ.
د ګل مېنې کیسه په تاندې هیلې خپرونه کې در اوروو.