د نشه يي توکو د زيانونو په اړه پر دېوالونو د رسامۍ کمپاین په بشپړېدو دی
دغه کمپاین تر اوسه د کابل په ګډون ننګرهار، هرات، کندهار، هلمند، بلخ او بدخشان ولایتونو کې بشپړې شوې او ژر به په نیمروز ولایت کې هم ترسره شي.
د ټولو ولایتونو اوسیدونکو له ازادي راډیو سره په مرکو کې د زهرو کاروان خپرونې له مسؤلینو او هنرسالار بنسټ نه مننه وکړه چې د خلکو د پوهاوي په موخه یې دغه لړۍ پیل کړې.
دوی وايي، دغه دیوالي نقاشۍ د نشه يي توکو د زیانونو او د کوکنارو پرځای د بدیل کښت لپاره د بزګرانو د هڅونې غوره لار ده.
نیمروز ولایت به هم ډېر ژر د دغه نقاشیو کوربه وي او وروسته به د دغې لړۍ وروستۍ نقاشۍ هم په کابل کې وي او په دې سره به د نقاشیو دا کمپاین پای ته ورسېږي.
ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني له لارې هم اوریدلی شئ: