د معلولینو د پاراتکواندو افغان ملي لوبډله ترکیې ته ورسیده
د افغانستان د بدني روزنې د ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ۶۱ کیلو ګرام وزن کې به افغان لوبغاړي له خپلو سیالانو سره لوبې وکړې.
په خپره شوې اعلامیه کې د لوبو د پیل وخت نه دی په ډاګه شوی، خو په کې ویل شوي چې یادې سیالۍ ۵ ورځې دوام کوي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې څلور نفري لوبډله کې د معلولینو تکړه لوبغاړی عبدالمتين هوتک هم شته چې په ۲۰۱۹میلادي اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی وو.