د ناټو غونډه؛ دغې سرمشریزه کې له افغانستانه د پوځیانو په وتلو هم بحث کېږي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سرمشریزې په لومړني حاشیهيي بحث کې وویل چې ناټو به له افغانانو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.
ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "لکه څنګه چې موږ خپل پوځي مأموریت پای ته رسوو. موږ به د افغانانو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له لارې چې دا ډېره مهمه ده. همداراز په دوامداره ملکي حضور سره د ظرفیت جوړونې او سلا مشورو په برخه کې. موږ په دې مسئله باندې غور کوو چې څنګه له هېواد بهر افغان پوځیانو په تېره بیا ځانګړو ځواکونو ته روزنه ورکړو. همداراز په دې له ټولو ملګرو سره بحث کوو چې مهم تأسیسات څنګه ساتلی شو، په تېره بیا د کابل نړیوال هوايي ډګر."
ښاغلي سټولټنبرګ بیا تکرار کړه چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه اسانه نهوه او ده په واضح ډول د دې کار خطرونو ته اشاره کړې، خو د ده په وینا ناټو هلته په دې نیت نهوه تللې چې د تل لپاره پاتې شي.
د ناټو سرمنشي وویل افغان ځواکونه اوس وخت ډېر مجهزه او پرمختللي دي او د امنیتي مسؤلیتونو د پر مخ بیولو جوګه دي.