چین د «جي-اووه» ګډه اعلامیه خپلو کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله
دا وروسته له هغه چې «جي-اووه» هېوادونو په بیجنګ باندې په شینجن او هانګ کانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو د ریکارډ د پرېښودلو انتقاد وکړ.
چین په شینجن کې د خپلو سیاستونو په خاطر ورځ تر بلې له نړیوالو نیوکو سره مخ کېږي.
اخوا له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند د متحده ایالاتو لهخوا نسلوژنه بلل شوې ده.
د «جي-اووه» په اعلامیه کې له چین غوښتل شوي چې بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.
په لندن کې د چین سفارت نن په اعلامیه کې زیاته کړې چې «جي-اووه» هېوادونه دې د ګډوډۍ او تقابل د رامنځته کولو پر ځای نړیواله همکاري دود کړي.