د ناټو غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه لري
تمه ده دوی د ناټو اړوند مسئلو له هغې ډلې ټولیز امنیت، اوکراین او ځینو نورو موضوعګانو سربېره په افغانستان کې د ناټو په مأموریت او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بحث وکړي.
د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو لپاره به نننۍ سرمشریزه د دې یو فرصت رامنځته کړي چې له هغه مأموریت سره خدای پاماني وکړي چې د ناټو د تأسیس په تاریخ کې د دې تړون د سیاسي جغرافیې بهر لومړنی لوی او اوږد مأموریت و.
د ناټو ۳۰ غړي هېوادونه پر دې هم غور کوي چې په څه ډول کولای شي له افغانستانه بهر د افغان ځانګړو ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
ناټو ژمنه کړې چې په خپل ملکي حضور سره به د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.