ننګرهار کې د لسګونه ښځو لاریون؛ د جګړې ښکېلې غاړې دې جګړه ودروي
دوی وايي: ؛موږ سوله غواړو، زموږ بېګناه افغانان هره ورځ وژل کېږي او په شهادت رسېږي. زموږ غوښتنه د جګړې له ښکېلو غاړو دا ده چې چې نور باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نور د پردیو خبرو ته باید غوږ ونهنیسي او دغه شته ستونزې دې باید د خبرو له لارې حل کړي."
دغو ښځو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده دغهراز له طالبانو وغوښتل چې لانجې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.
په جلالاباد کې دغه ښځې د سولې په پار دغه لاریون داسې مهال کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.