عبدالصبور قانع د هرات والي وټاکل شو
ستر پاسوال عبدالصبور قانع د هرات والي وټاکل شو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي دده مقرریدل ددې ادارې وړاندیز او د جمهوري ریاست حکم وو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره زیاتوي، د ښاغلي قانع پوځي رتبه به خوندې وي.
تر ده مخکې عبدالوحید قتالي د هرات والي و.
دا په داسې حال کې ده چې ددې ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.