افغان ميرمني سولې ته ليواله دي: حسنا کوثر
هغه په ننګرهار کې د دوه خېریه ادارو مشري کوي. یوه یې کیږدۍ مدني ټولنه ده چې هغو بې سرپرسته ښځو ته د تعلیم او ژوند زمینه برابروي چا چې میندې او پلرونه په جنګونو کې بایللی وي. حسنا د لارو کوڅو ماشومان او یتیمانان هم راټولوي او په خپلو ذرایعو او وسیلو سره ورته د تعلیم موقع ورکوي.
بله اداره یې کوثر مدني ټولنه ده. دا ټولنه د هغو خویندو لپاره چې د شاعرۍ او لیکنې پټ استعدادونه لري، د صلاحیتونو د برسېره کولو لپاره یې کار کوي او ادبي هلې ځلې پرمخ وړي.
د حسنا کوثر دوه کتابونه چاپ شوي دي چې یو یې ټپیزه کتاب دې.
حسنا د نجونو تعلیم روزګار او ټولنیزو مشکلاتو د حل لپاره کار کوي. هغه د کورني تشدد، د نجونو په بدو کې ورکولو او دغه شان د نورو معاشرتي مسلو د حل لپاره کار کوي. له حسنا کوثر سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.