چارواکي: پچیراګام کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسلهوال طالبان ووژل شول
دغه دفتر نن رسنیو ته ویلي، په وژل شویو کې د وسلهوالو ۲ تنه سرګروپان هم شامل دي او ۶ نور ټپیان دي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن تر دې مخکې په جلا اعلامیه کې ویلي، د رحمتالله په نوم بل پاکستانی وګړی چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له ولسي پاڅونوالو سره په وسلهواله نښته کې وژل شوی و، پاکستان ته د لېږد لپاره د سرې میاشتې رضاکارانو ته وسپارل شو.
وسلهوالو طالبانو د دغو موضوعاتو په اړه څه نهدي ویلي.