د اروپا ملتونو فوټپال جام؛ چک جمهوریت-کروېشیا او انګلستان-سکاټلنډ لوبه کوي
سویډن او سلواکیا هم په خپلو کې مسابقه لري.
د دغو مسابقو په لړ کې تېره شپه بلجیم ډنمارک ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړه، اوکراین هم په همدې نتیجه د شمالي مقدونیا په وړاندې بریا خپله کړه، هالنډ بیا اتریش ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
د اروپا د اتلولیو جام مسابقې چې په پام کې وه تېر میلادي کال وشي، خو د کرونا وبا له کبله وځنډول شوې.