د قرغزستان د صدراعظم پخوانی مرستیال د اداري فساد په تور ونیول شو
پر اداري فساد دغه څېړنه د کومتور په نوم د سرو زرو د یوه کان د پروژې په باب پیل شوې وه.
د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي، سرپاشیف پرون پنجشنبه نیول شوی دی.
دغه کمېټه وايي، د صدراعظم پخوانی مرستیال سرپاشیف په دې تورن دی چې د کاناډا سنټیرا ګولډ (Centerra Gold) په نوم د شرکت په ګټهیې لابي کړې ده او داسې قانوني لارې چارې یې ورته برابرې کړې وې چې دغه شرکت وکړای شي د کان د ساحې په شااوخوا کې د پرتو غرونو په لوړه ارتفاع کې هم کار وکړای شي.
د قرغزستان چارواکي وايي، دغه کار د دې سبب شوی چې دوو طبیعي یخچالونو ته چاپېریالي زیانونه واوړي.
په نورو کسانو کې چې د دې قضیې په تړاو په وروستیو کې نیول شوي، پخوانی صدراعظم عمربېګ بابانوف، د ولسمشر د دفتر پخوانی رئیس دانیار ناریمبایف او د پارلمان ګڼ اوسني یا پخواني غړي شامل دي.