روسیه کې یوه امریکايۍ محصله وژل شوې؛ چارواکو یو مشکوک کس نیولی
تر درې ورځنۍ پلټنۍ وروسته د روسیې په ناژني نوفګورود کې یو مړی وموندل شو چې ګومان کېږي د ۳۴ کلنې کاټرین سیرو به وي.
چارواکو ویلي وو چې د جون له ۱۵ مې د دې امریکایۍ ښځې تر لادرکۍ وروسته د لټون په چارو بوخت دي.
د سیرو مور چې د امریکا په مسیسیپي کې ده، د امریکا (NPR) راډیو ته ویلي، لور یې په یوه لیکلي پیغام کې ورته ویلي وو چې له یوه ناپېژندوی کس سره په موټر کې ده او هیله منه ده چې تښتول شوې به نه وي.
پولیسو او تر ۱۰۰ زیاتو رضاکارانو ویلي، دوی د مسکو د ختیځ په ۴۰۰ کیلومترۍ کې له ښاره بهر ځنګلي ساحه پلټلې ده.