ننګرهار چارواکي: سره رود ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژل شوي
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ شمشپور سیمه کې د غازي بابا پوستو کې د مېشتو امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د معلوماتو له مخې، همدا راز د مخالفینو وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وایي، په یاده نښته کې دوه سرتیري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو دغلته د ۲ امنیتي پوستو د نیولو، ۴ افغان ځواکونو د وژلو، ۴ افغان ځواکونو د ټپي کېدو او ګڼو وسلو او مهماتو د نیولو ادعا کړې ده.