توماس نیکلسن د طالبانو له استازو سره پر ګڼو مسایلو غږیدلی
توماس نیکلسن نن په خپل ټویټر کې لیکلي، تېر ماښام یې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره دا موضوعات شریک کړل.
هاخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم ویلي د طالبانو استازو په دې کتنه کې د خیریه سازمانونو، ډیپلوماتانو او د دغو سازمانونو د کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړ: "په ناسته کې همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو موسساتو او سفارتونو د بهرنیو او محلي کارمندانو د امنیت په اړه خبرې وشوې."
ښاغلي نیکلسن ویلي چې د طالبانو له استازو سره یې د مذاکرو له لارې د افغانستان د روانې کشالې د حل پر اهمیت هم بحث وکړ.