د ارمنستان انتخابات؛ پاشینیان ادعا کوي چې بریا یې ترلاسه کړې
دا وار له مخه انتخابات د یکشنبې په ورځ ترسره شول، څو دغه هېواد کې د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د وروستۍ جګړې په دوام رامنځته شوی سیاسي بحران پای ته ورسوي.
په دې جګړه کې چې پروسږکال وشوه او شپږ اوونۍ یې دوام وکړ ځیني سیمې اذري ځواکونو له ارمنیانو لاندې کړې.
د ټاکنو له ابتدایي نتیجو ښکارې چې د پاشینیان ګوند درې پنځوس اعشاریه نهه فیصده رایي خپلې کړې دي.
د ده سیال د پخواني ولسمشر رابرت کوچاریان ګوند په دې انتخاباتو کې یو ویشت فیصده رایي خپلې کړې دي.