ننګرهار کې د سوداګریزو اسنادو یو واحد مرکز پرانیستل شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د ننګرهار ولایت په ګمرک کې د هېواد د صادراتي توکو د اسنادو په پروسو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه د حکومت د پراختیایي بودجې څخه د درې میلیونه افغانیو په لګښت رامنځته شوی دی.
نوموړي وویل چې د دې مرکز پرانیسته به د سوداګرو ډېری ستونزې هوارې کړي او د اسنادو د مراحلو د بهیر وخت به هم یوې دقیقې ته را کم کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزات چارواکي وایي چې په ننګرهار ولایت کې د صادراتي محصولاتو د پروسې د بهیر، د یو واحد مرکز د جوړولو موخه د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول دي.
د چارواکو په وینا چې ورته واحد مرکزونه په کابل او کندهار ولایت کې هم جوړ شوي دي.