چارواکي: لوګر کې ۴۶ وسلهوال طالبان ووژل شول
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه هوایي ځواکونو په ازره ولسوالۍ کې پر طالبانو بمباري کړې ده.
ښاغلی احمدي زیاتوي: "د دې برید په ترڅ کې ۴۶ ترهګر طالبان وژل شوي او د دښمن ډېر شمېر وسلې او مهمات په مکمل ډول لهمنځه وړل شوي دي."
طالبانو د دې پېښې په اړه تر دې دمه څه نهدي ویلي.