د ۲۰۳م تندر قول اردو: لوګر کې هوایي برید لس طالبان وژلي
د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند زیاته کړه، برید تېره شپه هوایي ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په "پادخواب شانه" سیمه کې کړی.
دی وایي، د برید په ترڅ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ تنه ټپیان شوي او یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.