د سوداګرۍ خونه: د افغاني توکو صادرات ۱۵ سلنه زیات شوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روان ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د افغانستان په صادراتو کې ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی.
د دې خونې د صادراتو د پراختيا رييس مير زمان پوپل نن شنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډيو ته وويل، د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، په تېرو پنځو مياشتو کې شااوخوا ۴ زره ټنه صادرات چې ارزښت يې ۶۸ ميلیونه ډالره کېږي صادر شوي.
ښاغلی پوپل وایي، په صادر شوېو توکو کې غالۍ، وچه ميوه او حيواني محصولات شامل دي چې لوېدیځو هېوادونو، دوبۍ چين او يو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.