د پکتیا والي: افغان ځواکونو د مېرزکې ولسوالۍ بېرته ونیوله
د پکتیا والي وايي، مېرزکې ولسوالۍ چې افغان امنیتي ځواکونه ورڅخه تاکتیکي تر شا شوي وو، تېره شپه بېرته ونیول شوه.
محمد حلیم فدايي، نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) رسنیو ته وویل چې پر دې ولسوالۍ د بشپړ کنټرول لپاره دوې ورځې مخکې عملیات پیل شوي وو: "امنیتي ځواکونو د مېرزکې ولسوالۍ هم له پنجابي ملېشو پاکه کړله. خو له بده مرغه چې دلته یې دولتي تاسیسات او ودانۍ وران کړي دي. د دوی جګړه اصلاً د ولس پر خلاف ده."
تردې مخکې په ننګرهار کې هم د وژل شوېو طالبانو په ډله کې د ځینو پاکستاني جنګیالیو د موجودیت راپورونه ورکړل شوي وو.
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، له نورو سیمو به هم د دولت وسله وال مخالفان شاتګ ته مجبوره کړي.
بل خوا د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالي هم بېرته له وسله والو ونیول شوه او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.