عبدالله عبدالله: د طالبانو ضد د سولې خبرو کې د نهپرمختګ سبب شوی
ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن د دې شورا د اداري هیئت په غونډه کې وکړې او ویېویل پر پوځي حللارې د طالبانو ټینګار یوه تېروتنه ده.
ښاغلی عبدالله زیاتوي: "په خواشینۍ سره د خبرو د مېز پر سر هغه پرمختګ چې باید شوی وی نهدی شوی او دلیلیې واضح دی چې طالب لوری ضد کوي."
عبدالله زیاته کړه که یو لوری وغواړي چې پر افغانستان پوځي حللاره وتپي، هدف ته به ونهرسېږي.
طالبانو د ښاغلي عبدالله د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه تبصره نهده کړې، خو له دې مخکې یې ویلي چې د خبرو له لارې په افغانستان کې د ټولو مسایلو د حل غوښتونکي دي.
د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د تېر کال په سپټمبر کې خبرې پیل شوي چې تر اوسه پهکې د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.