سېلاب قول اردو: د ننګرهار حصارک او شېرزاد کې ۱۸ وسلهوال طالبان ووژل شول
د دې قول اردو ویاند سید مقصود اغا رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وایي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه عملیات د دې ولسوالیو په هغو سیمو کې شوي چې وسلهوال طالبان پهکې راټول شوي وو.
دی زیاتوي: "د دغو عملیاتو په نتیجه کې ۱۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان دي."
د نوموړي په خبره په دغو عملیاتو کې د ماین پاکۍ ټیمونو ۱۳ ماینونه چې د تخریب لپاره په لویو لارو کې ځای پر ځای شوي وو، هم شنډ کړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ويلي.