د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو په اړه د ګرین فېلډ څرګندونې
لینډا توماس ګرین فیلډ پرون سې شنبه(د چنګاښ ۸مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې همدا راز ویلي، په دې هوايي برید کې د هغو ملېشو مرکزونه په نښه شوي چې د بې پېلوټه الوتکو په وسیله په عراق کې پر امریکايي ځواکونو او تأسیساتو بریدونه کوي.
د امریکا جنګي الوتکو د دوشنبې په سهار د عراق او سوریې پر پوله کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو پر مورچو بمباري وکړه.
د امریکا دفاع وزارت دا بریدونه دفاعي او مخنیوونکی اقدام وباله.