جرمني افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورساوه، وروستي سرتیري یې هم ووتل
رویټرز خبري اژانس او ګڼو نورو رسنیو خبر ورکړی چې د دې هېواد وروستي عسکر پرون د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د مزارشریف له هوايي ډګره ووتل او خپل هېواد ته ستانه شول.
د جرمني د دفاع وزیرې اناګریت کرمپ کارنباور هم په خپله ټویټرپاڼه د خپلو ټولو عسکرو د ستنېدو خبره کړې او زیاتوي: "په دې سره د هغه تاریخي پراخ پوځي ماموریت څپرکی تړل کېږي چې زموږ لپاره یوه ازموینه وه."
دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د جرمني تر ټولو خونړی او اوږد پوځي ماموریت و چې نږدې شل کاله یې دوام وکړ او د دوی ۵۹ عسکر په کې ووژل شول.
جرمني د ناټو په چوکاټ کې له امریکا وروسته، دویم لوی هېواد و چې افغانستان کې یې په زیات شمېر عسکر لرل. له ۲۰۰۱ لومړي کال راهیسې، نږدې ۱۵۰ زره جرمني عسکرو افغانستان کې خدمت کړی، خو د روان میلادي کال تر اپریل میاشتې دا شمېر ۱۱۰۰ عسکرو ته راټیټ شوی وو.
دویچویله لیکي، افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال دې هېواد ۱۲،۵ میلیارډ یورو چې نږدې ۱۵ میلیارډ ډالر کېږي، لګښت کړی دی.
خو جرمني ډاډ ورکوي چې د عسکرو له وتلو وروسته به یې هم له افغانستانه په ملکي برخه کې ملاتړ ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دلته د جرمني د پوځي ماموریت پای، له افغانستان سره د دې هېواد د اړیکو د پای په معنا نه دی.
د دې شورا ویاند رحمتالله اندړ زیاته کړه: "هغه هېوادونه چې د ناټو په چوکاټ کې دلته یې پوځي ماموریت پای ته رسېږي، خو له افغانستان سره یې دولت په دولت اړیکې پای ته نه رسېږي. غوره بېلګه یې د جرمني هېواد دی چې افغانستان ورسره د اړیکو او همکاریو اوږده مخینه لري. په تېره به د افغان پولیسو په روزنه او ظرفیت لوړونه کې یې بېسارې همکارې کړې او دوام به ولري. افغانستان له نړۍ سره د دولت په دولت اړیکو ته متقابل درناوی لري. "
طالبان د جرمني له دې کاره هرکلی کوي، د ټولو لوریو په ګټه یې بولي او ویاند یې ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، له دې هېواد سره په راتلونکي کې د ښو اړیکو هیله لري.
بلخوا روم هم اعلان کړی چې له افغانستانیې د خپلو عسکرو د ویستلو بهير بشپړ کړی دی.
د ایټالیا د دفاع وزیر لورینزو ګوریني ویلي چې د دغه هېواد مأموریت تېره شپه په افغانستان کې په رسمي ډول پای ته ورسېد، خو د دغه هېواد همکاري به افغانستان سره دوام ومومي.
له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې برخه ده، خو د امریکا جمهور رییس دا نېټه د مې له لومړۍ د سېپټمبر تر ۱۱مې وغځوله او خو ښکاري چې ډېر هېوادونه له ټاکل شوې نېټې وړاندې دا بهیر بشپړ کړي.
خو هغه څه چې ټول لوري یې اندېښمن کړي، د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي دوام دی.
متحده ایالات طالبان تورنوي چې تاوتریخوالی یې زیات کړی او ترې غواړي، څو د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د سولې معنا لرونکې خبرې پیل کړي.
د پنټاګون ویاند جان کربي رسنیو ته وویل: "موږ وړاندې هم ویلي، تاوتریخوالی ډېر زیات دی. موږ ټول د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه پوهېږو. جنرال مېلر نن د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. خو هغه چې موږ یې غواړو ویې ګورو او لېواله یې یوو، د سولې معنا لرونکي بهیر ته د طالبانو ستنېدنه ده. هغه چې پېښېږي د سولې په پروسه کې د مشروع او معنا لرونکي ګډون لپاره د دوې هڅې تر پوښتنې لاندې راولي."
خو طالبانو په وار-وار دا ویلي چې د سولې خبرو ته ژمن دي.
امریکا داسې مهال له طالبانو د سولې بهیر ته ستنېدل غواړي چې د خبرو له دویم پړاو له یوې میاشتې زیات وخت تېر شو، خو هغه ډول چې اړینه ده پایله نه لري.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې نږدې لس میاشتې وړاندې پیل شوې، خو د پام وړ پرمختګ نهلري او تر خوا یې دواړه لوري اوس یو ځل بیا پر یوه او بل خبرو ته د نه حاضرېدو د تورونو لړۍ پیل کړې، هغه څه چې کېدای شي دا بهیر لا نور زیانمن کړي.
دوه ورځې وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل، د طالبانو د ضد له امله د سولې خبرې هغه ډول چې باید مخکې تللې وای، پایله یې نه درلوده.