پاکستان د خېبر پښتونخوا ملا امامانو ته ۱۷میلیونه ډالره بودجه ټاکلې
د پاکستان حکومت د خېبرپښتونخوا د زرګونه ملا امامانو او د اقلیتي ډلو مذهبي مشرانو د میاشتني معاش لپاره نږدې ۱۷میلیونه ډالره بودجه ټاکلې.
دا خبره د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار کامران بنګش د ازادې اروپا مشال څانګې ته وکړه.
هغه د ملایانو د میاشتني معاش په اړه زیاته کړه: "د خېبرپښتونخوا حکومت د ایالت د ۲۲۰۰۰ جوماتونو ملا امامانو ته هره مياشت د ۱۰۰۰۰ روپيو ورکولو بندوبست کړی دی. موږ پرېکړه کړې چې يو ملا امام ته به د درېيو مياشتو پيسې، يانې ۳۰۰۰۰ روپۍ په يو ځل ورکوو چې هغه پرې د خپل ژوند چارې يو څه سمې کړای شي."
ځینې مذهبي ګوندونه بیا د حکومت له دې کار سره مخالفت ښيي. له هغې ډلې د جمعیت علمای اسلام ف ډلې یوه مخکښ جلیل جان پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) د ازادې اروپا/مشال راډیو ته ویلي چې حکومت ملایانو ته د معاش په ټاکلو غواړي هغوی د سیاسي اهدافو لپاره وکاروي.