د تهران په شمال کې د یوې قوي چاودنې غږ اورېدل شوی
د تهران په شمال کې نن شنبه (د چنګاښ په ۱۹مه نېټه) سهار وختي د یوې قوي چاودنې غږ اورېدل شوی.
د ایران دولتي ټلوېزیون وویل، د یوې نامعلومې وسیلې چاودنه په یوه پارک کې شوې او چاته یې زیان نه دی اړولی. تر اوسه نه ده څرګنده چې دا څه ډول چاودنه وه.
د تهران مرستیال والي حمید ګودرزي چې د امنیتي چارو مسول دی وویل، په دې اړه څېړنه پیل شوې ده.
هغه نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم ته ویلي چې چاودنه د ملت پارک دننه شوې ده.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا یوه حمله وه که نه؟ وویل، د چاودنې د ابعادو او علت په یې څیړنه کوي او وروسته به نور معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
د تهران د اطفایې ادارې وویل، وروسته له هغې چې د چاودنې راپور ورته ورسېد، څو واحدونه یې سیمې ته ولاړل، خو اور وژونکو نه اور او نه هم کومې ټوټې وموندلې.
د تهران د پولیسو مرستیال هم ویلي چې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی خو ودانیو ته زیان نه دی رسیدلی.
په دې وروستیو کلونو کې د ایران یو شمېر مهم اټمي تاسیسات د حملو لپاره په نښه شوي دي.