د ولسوالیو د سقوط لاملونه؛ "پټې معاملې او که د رهبرۍ کمزورتیا؟"
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د دې هېواد ډېری ولسوالۍ، په ځانګړي ډول د شمال او شمال ختیځو ولایتونو هغه، د طالبانو لاسته ورغلي دي، له دې ډلې یو هم بدخشان دی.
دا ولایت په شااوخوا یوه میاشت کې له ۲۷ ولسوالیو څخه ۲۵ د طالبانو تر ولکې لاندې راغلل.
طالبان ونه توانېدل چې په خپلې شپږکلنې واکمنۍ کې بدخشان ونیسي، خو اوس یې په جګړه کې توپیر راغلی دی.
په څو وروستیو ورځو کې د دغه ولایت ډېره برخه طالبانو ونیوله چې دغې مسالې یو لړ اندېښنې راوپارولې.
۳۸کلن عبدالحفیظ فروزان چې د دولت عادي کار کوونکی دی، په دې اړه د دولت اقداماتو ته د شک په سترګه ګوري: "په دوه درې ورځو کې ګڼې ولسوالۍ پرته له جګړې او وینې توییدنې له امکاناتو سره سقوطېږي، دا د پوښتنې وړ ده، خلک هم اندېښمن او هېبت وهلي دي."
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړو وتلو له پیله وروسته ټول هېواد او په تېره په شمال او شمال ختیځو سیمو کې جګړو زور وموند او طالبان وتوانېدل په لږه موده کې د افغانستان ډېری سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو افغان امنیتي مسوولین طالبانو ته د دغو سیمو پرېښودل، تاکتیکي شاتګ ګڼي .
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ډېری سیمې او په تېره شمالي، شمال ختیځي او شمال لویدیځې د زورورو جنګونو شاهدانې دي.
کوم لېست چې طالبانو ازادي راډیو ته ورکړی، دوی تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۷۳ ولسوالۍ نیولي چې څه باندې ۱۰۰ ولسوالۍ یې په شمال، شمال ختیځو او شمال غربي سیمو کې دي.
د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په کتو، طالبانو د جګړې جغرافېې ته تغیر ورکړی او ډېر تمرکز یې پر هغو سیمو کړی چې ویل کېدل طالبان یې په لږه موده کې د نیولو توان نه لري، خو ولیدل شول چې طالبانو ډېرو سیمو ته د خپل نفوذ لمن وغځوله.
د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د افغانستان د سولې او جنګ د انسټیټیوټ رييس تمیم عاصي وايي، څو لاملونه د دې سبب شول چې طالبان پر شمالي ولایتونو تمرکز وکړي.
دی زیاتوي، یو لامل دا دی چې شمال د سټراټیژیک مقاومت په توګه پېژندل کېده، ځکه چې مخکې له دې په کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت شوی و.
پر دغو ولایتونو د طالبانو د حملو بل دلیل دا دی چې دغه لاره ناامنه کړي، لوی ولایتونه ونیسي او له عایداتي منابعو څخه یې ګټه واخلي.
عاصي زیاته کړه: "د افغانستان شمال یوه ستراتیژیکه عقبه او ډېر عواید لري، له همدې امله طالبانو پرې تمرکز وکړ، په ضمن کې هغه اختلافات او ناسالم رقابتونه چې د سیمه ییزو زور واکانو ترمنځ موجود دي، طالبانو ته یې ډېره زمینه برابره کړه."
د ښاغلي عاصي په خبره د ولسوالیو نیول تبلیغاتي بڼه لري، خو حملې یې پر جنوب لویدیځو او لویدیځو سیمو ډېرې شوي دي.
بل خوا د افغانستان د اردو متقاعد جنرال امرالله امان وایي، د سیمې هېوادونه لکه ایران، پاکستان، روسیه او چین له طالبانو سره د خپلو ګټو د خوندیتوب هوکړه لري او د جګړې مشوره ورکوي چې پر شمالي ولایتونو حملې ډېرې کړي.
ښاغلی امان په شمالي ولایتونو کې د خلکو پاڅون، د طالبانو د حملو د زیاتېدو بل لامل ګڼي .
نوموړی خبرداری ورکوي چې د طالبانو د حملو په تړاو د سیمې د هېوادونو محاسبه ناسمه ده او که دا بهیر دوام وکړي ټوله سیمه به ناارامه شي.
همدا شان د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي وايي، د طالبانو په حملو کې شمال او شمال ختیځ مطرح نه دی او هر چېرې چې بریالیتوب ګوري هلته حملې کوي.
ښاغلی کریمي زیاتوي: "جګړه په شمال او شمال ختیځ کې نه بلکې په ټول افغانستان کې روانه ده، خو په شمال او شمال ختیځ کې ډېره ده او دلیل یې دا دی چې طالبانو ورته ډېر پام کړی دی، په هر حال دوی هر چېرې چې کامیابي ویني هلته حملو ته تشدد ورکوي."
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د چنګاښ په ۱۵مه نېټه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، کله چې په ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته اکمالات او تجهیزات پر وخت ونه رسېدل، طالبانو په شمال او شمال ختیځ کې ودانۍ ونیولې چې دا د ولسوالیو د سقوط په معنی نه دي.
د ښاغلي محب په خبره امنیتي ځواکونو په وروستیو دوو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي او پر وړاندې یې حملې روانې دي.
ښاغلي محب زیاته کړه: "اوس مهال په یو شمېر ولسوالیو کې حملې روانې دي او په تېرو څو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته ترلاسه شوي دي."
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا ردوي وايي، د دوی جنګیالي د پرمختګ په حال کې دي.
د سېپټمبر د ۱۱مې له حملې او افغانستان ته د امریکا او ناټو ځواکونو له راتلو وروسته، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وپرځېد چې تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې یې فعالیت نه درلود، خو د دغه کال له پیل وروسته فعال شول چې ډېر تمرکز يې په ختیځ او جنوب و.
طالبان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې خپل فعالیتونه ډېر کړل چې اوس د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او شمال لوېديځ کې روان او پایلې یې له بل هر وخته ډېرې محسوسې دي.