د یوناما مرستیال: افغانستان کې باید د بشري مرستو رسوونکي هدف ونهګرځي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وايي د بشري مرستو رسوونکي باید له بریدونو خوندي وي.
رامز الاکبروف نن په کابل کې د بشري مرستو په تړاو یوې ناستې ته وویل: "سږ کال ۲۵ بشرپالانو (مرسته رسوونکي) خپل ژوند له لاسه ورکړی. وژل شوي دي داسې حال کې چې ژوند ژغورونکي بشرپاله مرستې یې رسولې. ۶۳ نور ټپيان شوي. بشرپاله کارونه بېپرې دي. بشرپالان هدف نهدي او دا هغه پیغام دی چې موږ غواړو نن پرې ټینګار وکړو."
ښاغلي اکبروف وویل سږ کال د 'کووېډ-۱۹' وبا خپراوي او د جګړو زیاتېدو د بشري مرستو اړتیا لا پسې زیاته کړه.
د هغه په خبره خلکو ته د اړینو مرستو رسولو لپاره یو میلیارد او ۳۰۰ ملیونه ډالره اړتیا وه چې تر دې دمه د تمویلوونکو په مټ نږدې ۴۵۰ ملیونه ډالره مرسته ټوله شوې.