پروان چارواکي: د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو مرکزونو سقوط کړی
د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو مرکزونه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلي دي.
د پروان والي فضل الدین عیار نن ازادي راډیو ته وویل چې تیره شپه امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال د دې ولسوالیو له مرکزونو ووتل او په نورو برخو کې یې ځای پرځای شول. هغه په نښتو کې یوازې د یوه سرتیري د ټپي کیدو خبره کړې او ویلي یې دې چې اوس په سیمه کې وضعیت آرام دی.
تردې مخکې د پروان شینواري او سیاه ګرد ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې وې.