چین خپلو وګړو ته: هر څومره ژر چې کیږي افغانستان پریږدئ
چین په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په پام خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې هرڅومره ژر چې کولای شي له دې هیواده دې ووځي.
د فرانس پرېس خپري اژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرداری وروسته له هغې چې د خپل هېواد ۲۱۰ وګړي یې له افغانستانه وایستل ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې دننه یوه پیچلي او امنیتي وضعیت دوی ته اړ کړل چې خپلو وګړو ته له دې هېواده د وتلو دغه خبرداری صادرکړي.
دې وزارت دغه راز ویلي چې له افغانستانه د ایستل شوېو ۲۱۰ وګړو د ۲۲ یې د کرونا آزمیښتونه مثبت و.
دا نه ده څرګنده چې څومره چینایان په افغانستان کې دي؟ خو اکثره یې په ملکي برخو کې په کارونو بوخت دي.
چین چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندیښنه لري، له دې هېواده یې په چټکۍ د امریکایي ځواکونو پر وتلو هم انتقاد کړی دی.