د بنګله دیشۍ راڼۍ لیدو ته په سلګونه خلک ورځي
په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د کورونا وبا مخنیوي محدودیتونو لوجې د سپرلیو ګاډو په تګ راتګ بندیز دی، د څارویو په فارم کې د راڼۍ نومې غوا لیدو ته هره ورځ ګڼ خلک ورځي. د دې فارم چلوونکی وايي راڼۍ د نړۍ تر ټولو ټیټه ونه لري او هیله ده چې د نړیوالو ریکارډنو په کتاب (ګېنیز بک آف ورلډ ریکارډ) کې یې هم نوم راشي.
بلخوا د بنګله دیش چارواکو د دغه فارم چلوونکیو ته ویلي چې د کورونا خپرېدو مخنیوي په خاطر دې ګڼ خلک د راڼۍ لیدو ته نه پرېږدي.
په دې اړه تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ.
ویډیو: اې اېف پي
اېډېټ او رپورټ: منورشاه