ارزګان کې د لومړي ځل لپاره د ساري ناروغیو د درملنې مرکز جوړ شو
ارزګان کې په لومړي ځل د انتاني یا ساري ناروغيو د درملنې لپاره مرکز د څه کم يو لک امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد د یاد روغتون د ګټې اخېستنې پرمهال وویل، پر دغه ۱۲ بستریز روغتون ۹۵ زر امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ورکول شوی دی.
د ارزګان عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د ياد وارډ په جوړېدو سره به يې هغه ستونزې حل شي چې مخکې ناروغان ورسره مخ وو.
د عامې روغتيا رياست رئیس ډاکټر عبدالغفار وطنوال وويل، ياد وارډ کې به د ملاريا، لشمانيا، توبرکلوز، ايډز او ګڼو نورو انتاني ناروغيو درملنه کېږي.
وطنوال زیاته کړه: "دغه وارډ چې نن ورځ يې پرانېسته کېږي د انتاني ناروغانو درملنه به په کې کېږي، پر ياد وارډ ۹۵ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی چې د WHO سازمان له خوا يې مالي چارې بشپړې شوي دي، موږ هېله لرو چې د دغه وارډ په پرانېستلو سره به خلک له اسانتياوو برخمن شي."
په ورته وخت کې د ارزګان د ولايتي شورا استازی بیا اندېښمن دی چې د جګړو له امله روغتيايي مرکزونو ته د ناروغانو تګ ستونزمن شوی دی.
د ولايتي شورا غړي محمد کريم کريمي د جګړي پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ملکي خلک د سپر په توګه ونه کاروي، لويې لارې دې خلاصې کړي، څو روغتيايي مرکزونو ته د خلکو لاس رسۍ اسانه شي.
محمد کريم کريمي وويل: "د دغه وارډ په پرانېستلو سره به خلک له اسانتياوو برخمن شي خو زموږ لويه اندېښنه دا ده چې اوس هم د ولسونو پرمخ لويې لارې تړلې دي او روغتيايي مرکزونو ته عام خلک لاس رسۍ نه لري، موږ د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوو چې ملکي خلک د سپر په توګه ونه کاروي او لويې لارې دې د ملکي خلکو پرمخ خلاصې کړي."
هغه ناروغان چې په انتاني ناروغيو اخته دي، د دغه وارډ په پرانېستلو خوښ دي او زياتوي چې د انتاني ناروغيو د وارډ په نشتون کې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
۲۵ کلن مومن چې د توبرکلوز په ناروغۍ اخته دی ازادي راډيو ته وویل چې دوی په یوه وارډ کې له نورو ناروغانو سره چې هغوی بیا په نور ساري ناروغیو اخته دي بستر دي.
دی وايي، وېره دا وه چې په نور ناروغیو اخته نه شي، خو وايي اوس خو شحاله دی چې د یادو ناروغانو لپاره نوی روغتون جوړ شو.