بلوچستان کې یوې چاودنې دوه پاکستاني پوځیان وژلي
د بلوچستان په ساحلي ښار پسني کې یوې چاودنې دوه پاکستاني پوځیان وژلي دي.
پېښه نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) هغه وخت شوې چې د امنیتي سرتیرو یو موټر تېرېده.
په کوټه کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د وژل شوېو پوځیانو نومونه عفان مسعود او بابرزمان یاد کړي.
د بیان له مخې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
چا تر اوسه د دې ماین چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.