جرمني کې سختو سېلابونو ۴۲ تنه وژلي او لسګونه نور تري تم دي
سېلابونو له کبله مړینې د جرمني بُن ښار جنوب کې د راینلنډ- پلاټینیټ ایالت په ارویلر سیمه کې رامنځ ته شوې دي.
پولیسو ویلي دي، د ارویلر سیمې سخولډ ښارګوټي کې یو ګڼ شمېر نور کورونه وروستیو سېلابونو داسې زیانمن کړي چې د نړیدو خطر یې شته.
د تېرې شپې سېلابونو د جرمني شمالي ایالت راین ویسټ فالیه هم بد ځپلی دی.
د جرمني پولیسو نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) وویل، سېلابونو تر اوسه ۴۲ کسان مړه کړي او لسګونه نور کسان تري تم شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د جرمني د پولیسو د یو ویاند له خولې ویلي، ډېرو ځایونو ته یې اور وژونکې ډلې او د ژغورنې کار کوونکې استولي دي او دوی تر اوسه د سېلابونو له کبله د اوښتي زیان بشپړ تصویر ځکه نه لري چې د ژغورنې چارې روانې دي.
لږ تر لږه د اور وژنې د ډلې دوه ژغورنکي د بُن په شمال ختیځ کې د ساویرلنډ سیمه کې مړه شوي.د جرمني خبري اژانس په وینا یو په سېلاب کې ډوب شوی او بل د ژغورنې د عملیاتو پر مهال راپریوتی دی.
ویل کېږي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د موټرو لویې لارې او د اورګاډي پټلۍ هم تړل شوي دي او په ځینو سیمو کې برښنا هم پرچاو شوې ده.
بل خوا د جرمني د هوا د حالاتو ادارې د جرمني په جنوب لویدیځ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د نورو درنو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
جرمني او ګاونډیو هېوادونو کې یې په وروستیو ورځو کې درانه ورښتونه شوي چې په ځینو سیمو کې یې پراخ زیانونه اړولي دي.